د ټرمپ له ښه کېدو سره سم د اسیا بازارونو کې د ونډو بیې لوړې شوې

ارشیف

د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روغتیایي وضعیت په اړه د مثبتو راپورونو له خپرېدو وروسته د جاپان او سویلي کوریا د ونډو بازارونو کې بیې لوړې شوي.

پانګه وال او د ونډو خاوندان په دغو راپورونو خوشحاله شوي دي.

ولسمشر ټرمپ چې په کرونا ویروس اخته شوی، تېر ماښام له پوځي روغتونه د لنډې شېبې لپاره ووت او په یوه زغروال موټر کې یې د خپلو مینه والو مننه وکړه.

هغه زیاته کړه: "زه په ښه کېدو یم، زه غواړم د هر یوه مننه وکړم، لومړۍ مېرمن [میلانیا ټرمپ] هم په ښه کېدو ده."

ولسمشر ټرمپ له تېرې جمعې د واشنګټن په یوه پوځي روغتون کې دی.

هغه پرون په یوه ویډيويي پیغام کې ویلي وو، په کویډ۱۹ ناروغۍ تر اخته کېدو وروسته د دې ناروغۍ په اړه په ډېرو شیانو پوهېدلی دی.