غني قطر کې د طالبانو له استازو سره نه‌ګوري

ولسمشر غني قطر ته د رسېدو پر مهال

ولسمشر محمد اشرف غني د قطر له رهبرانو سره د دوه اړخیزو کتنو لپاره دوحې ته تللی، خو د طالبانو له استازو سره نه‌ګوري.

ولسمشر غني نن لومړی کوېټ او وروسته په دوه ورځني رسمي سفر قطر ته ولاړ.

جمهوري ریاست وايي ولسمشر غني د کوېټ د مخکېني امیر د فاتحې په مراسمو کې هم برخه واخیسته.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال ازادي راډیو ته وویل، ولسمشر به په خپلو کتنو کې په افغانستان کې د اوربند د ټینګښت پر موضوع هم بحث وکړي.

هغه زیاته کړه: "په دې کې شک نه‌شته چې اوربند د افغانانو او حکومت لومړۍ غوښتنه ده. د سیمې د هېوادونو او اسلامي نړۍ غوښتنه هم همدا ده، موږ له دې غوښتنې نه‌یو په شا شوي."

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې ته د ولسمشر غني یوه همکار ویلي، ښاغلی غني به په قطر کې د دولت د مذاکره کوونکو غړو سره چې له طالبانو سره په مذاکرو بوخت دي، وګوري.

په دوحه کې له څه باندې درېیو اوونیو راهیسې د دولت او طالبانو مرکچیان د سولې خبرو ته ناست دي، خو د اصلي غونډې پر اجنډا نه‌دي سلا شوي.