چارواکي: بدخشان کې د طالبانو د سرې قطعې قوماندان وژل شوی

ارشیف

د بدخشان امنیه قومانداني وايي، په جرم ولسوالۍ کې د طالبانو د سرې قطعې قوماندان وژل شوی دی.

د امنیې قوماندانۍ ویاند ثنا الله روحاني رسنیو ته وویل، لومړی وسله والو طالبانو تېر ماښام پر جرم ولسوالۍ له درېیو لوریو حملې وکړې، چې وروسته جګړه پیل شوه او د شپې تر ۱۱ بجو روانه وه.

ښاغلی روحاني وايي، په وسله واله جګړه کې د طالبانو د سرې قطعې قوماندان قاري صابر او ۳ تنه نور وسله وال ووژل شول.

د امنیې قوماندانۍ ویاند وايي د طالبانو یو سرګروپ قاري شمس اله له پنځو نورو وسلوالو سره ټپي شوی دی.

وسله والو طالبانو د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.