د قرغزستان مخالف ګوندونه: د پرونیو پارلماني ټاکنو پایلې نه منو

سیاسي مخالفانو ویلي، نن دوشنبه به ډېرې اعتراضي غونډې ترسره شي. 

قرغزستان کې مخالفو سیاسي ګوندونو اعلان کړی چې د پرونیو پارلماني ټاکنو رسمي پایلې به ونه مني.

دا اعلان وروسته تر دې کېږي چې لومړنۍ پایلې ښيي، څلور ګوندونه به چې درې یې له حکومت سره نږدې اړیکې لري، د ۱۲۰ کسیز پارلمان یا سترې شورا ډېرې څوکۍ ترلاسه کړي.

د مخالفو ګوندونو پلویان پرون ماښام اته بجې په پلازمېنه بیشکیک او شمال لودیځ ښار تلاس کې د رایو مرکزونو له بندیدو سره سم راټول او د دوی په ټکو رایه اچونه کې د شویو بې نظمیو په ضد یې اعتراض وکړ.

اعتراض کوونکي وروسته تیت او پرک شول خو د مخالفانو مشرانو ویلي، نن دوشنبه به ډېرې اعتراضي غونډې ترسره شي.

د یوې مخالفې ډلې مشرانو پرونۍ ټاکنې د خپل هېواد په تاریخ کې تر ټولو بدې یادې کړي دي.

ټاکل شوې د نن ورځې ترپایه د ټاکنو ورستۍ پایله اعلان شي.