د اذربایجان او ارمنستان ځواکونو ترمنځ سخته جګړه شوې

د اذربایجان د دفاع وزارت ویلي، ارمنستاني ځواکونو د دغه هېواد دویم لوی ښار ګنکا په توغندیو او توپونو ویشتی. 

د نګورنو قره باغ لانجمنې سیمې پر سر د اذربایجان او ارمنستان ځواکونو پرون سخته جګړه وکړه.

د نګورنو قره باغ پر مرکز او د اذربایجان پر څو ښارونو لاهم د توغندیو او توپونو بریدونه کېږي.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې پرون د دغو ړندو ګولۍ ویشتلو راپورونه او په ښارونو او د ګڼې ګوڼې ځایونو کې ادعا شوي ناقانونه بریدونه او چاودنې وغندلې.

پرون د نګورنو قره باغ چارواکو وویل، چې د دغې سیمې پر مرکز ستیپاناکیرت او نږدې ښار شوشي د درېیمې ورځې لپاره د توغندیو او توپونو بریدونه روان وو.

د اذربایجان د دفاع وزارت بیا ویلي، ارمنستاني ځواکونو د دغه هېواد دویم لوی ښار ګنکا په توغندیو او توپونو ویشتی.