دوشنبه د اکټوبر پنځمه د ښوونکو نړیواله ورځ ده.
په افغانستان کې د پوهنې منسوبینو دا ورځ پرون په یو شمېر غونډو او محفلونو سره لمانځلې ده.
سږ کال داسې وخت د ښوونکو نړیواله ورځ لمانځل کېږي چې کرونا ویروس د نورو ګڼو برخو په څېر د ښوونې برخه په خاصه توګه د ښوونکو کار له خنډ سره مخ کړی دی.
د ملګرو ملتونو کلتوري علمي سازمان یعنې یونسکو په یوه بیانیه کې ویلي چې په اوسني ناورین کې ښوونکو د نړۍ په ګوټ ګوټ کې له ځانه وړتیا وښوده او د ښوونې په نویو لارو چارو سرهیې دا ثابته کړه چې هېڅوک باید له ښوونې او روزنې پاتې نهشي.