اشرف غني نن دوحې ته ځي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني دوحې ته روان دی.

د قطر دولتي خبري اژانس بېګا ناوخته په خپل ټویټر تأیید کړه چې د افغانستان ولسمشر به دوشنبه دوحې ته ورسېږي او تمه ده سې شنبه د قطر له امیر تمیم بن حمد بن خلیفه آل ثاني سره وګوري.

اژانس زیاته کړې چې شېخ تمیم او افغان ولسمشر به په دوه اړخیزو اړیکو او د دغو اړیکو په پراختیا خبرې وکړي.

اخوا د افغانستان د ملي امنیت شورا یوه چارواکي کبیر حقمل په خپل ټویټر لیکلي چې ولسمشر به له کوربه چارواکو سره د افغانستان د سولې پروسې او نورو مسایلو په اړه بحث وکړي.

د قطر پلازمېنه دوحه له څو کلونو د طالبانو د سیاسي دفتر کوربه ده او اوس وخت په دغه ښار کې د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ خبرې هم روانې دي.