د بشري حقونو خپلواک کمېسیون: د ننګرهار پرونی برید جنګي جنایت دی

Afghanistan - The smoke of a car bomb in Nangarhar province

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د ننګرهار د غني‌خېلو ولسوالۍ پرونی برید جنګي جنایت بولي.

د دغه کمېسیون د نشراتو مسؤل ذبیح‌الله فرهنګ وایي، د دغه ډول بریدونو د درېدو او د افغانانو د بشري حقونو د ټینګښت لپاره د تاوتریخوالي کمښت اړین دی.

ښاغلی فرهنګ زیاتوي: "دا د بشرپالنې د نړیوالو حقونو د اصولو خلاف دی، جنګي جرم دی، موږ له طالبانو او له حکومت نه غواړو چې دوی د تاوتریخوالي د کمېدو لپاره باید اساسي ګامونه پورته کړي."

په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال وایي چې نن د پېښې درې ټپيانو ساه ورکړې چې ورسره د ټولو وژل شویو ملکیانو شمېر ۱۶ ته ورسېد.

پېښه چې شاوخوا ۴۰ ملکیان په‌کې ټپیان شوي، په پراخ ډول غندل شوې ده.