د اذربایجان دفاع وزارت وایي، د ارمنستان د تازه توغندیزو بریدونو پر وړاندې یې ځوابي اقدامات کړي دي.
دا وروسته تر دې چې د دغه وزارت په وینا، ارمنستان د اذربایجان پر ګنجه، ترتر او ګوردیز ښارونو توغندیز بریدونه کړي دي.
اذربایجان نه دي ویلي چې ځوابي اقدامات یې څه دي، خو سیمه کې د فرانس پریس اژانس خبریالانو ویلي، نن سهار د نګورنو قره باغ اصلي ښار سټپاناکیرت چاودنو لړزولی دی.
د ارمنستان دفاع وزارت ویلي، د اذربایجان ځواکونه په سټپاناکیرت کې ملکي اهداف په توغندیو ولي.
د دواړو دغو هېوادونو ترمنځ تېره یکشنبه د نګورنو قره باغ لانجمنې سیمې پر سر جګړه پیل شوه.