ننګرهار کې د پروني برید له کبله د وژل شویو کسانو شمېر ۱۶ ته ورسېد

دغه برید چې غني خېلو ولسوالۍ ودانۍ مخې ته د موټر بم په وسیله وشو، ۴۱ ملکیان ټپيان کړل او شاوخوا کورونه، ودانۍ او موټر یې هم زیانمن کړل. 

په ننګرهار کې د پروني خونړي برید له کبله د وژل شویو ملکیانو شمېر ۱۶ ته ورسېد.

دغه برید چې غني خېلو ولسوالۍ ودانۍ مخې ته د موټر بم په وسیله وشو، ۴۱ ملکیان ټپيان کړل او شاوخوا کورونه، ودانۍ او موټر یې هم زیانمن کړل.

د پېښې یوه عیني شاهد ازادي راډیو ته وویل چې دا چاودنه ورته بې سارې وه.

هغه زیاته کړه: "داسې زبونه چاودنه وه چې ټولس ولس او افغانان یې ودردول، ډېر واړه ماشومان او ښځې په کې شهیدانې شوې، زما تره هم شدید زخمي دی، زما درویشت کاله عمر دی، ژوند کې مې داسې حادثه نه ده لیدلې"

ولسمشرۍ ماڼۍ، یوناما، پخواني ولسمشر او ګڼو نورو چارواکو او عامو افغانانو پر پېښې خواشیني ښودلې ده.

د ۲۴ ساعتونو په تېرېدو د پېښې مسئولیت چا نه دی منلی.