مصر کې دوه نیم زره کاله پخوا خښ شوي تابوتونه را ایستل شوي

دغه تابوتونه د قاهرې په سقاره سیمه کې موندل شوي.

مصر ۵۹ لرغوني تابوتونه څرګند کړل چې د قاهرې د سویل په یوه لوی قبر کې موندل شوي دي.

د مصر لرغونپوهانو پرون (شنبه) دا تابوتونه، چې د کاهنانو یا مذهبي پېشوایانو مومیايي شوي جسدونه په کې وو، وښودل، او ویې ویل چې هغوی دوه نیم زره کاله پخوا په دې ځای کې خښ شوي وو.

د مصر د سیاحت او عتیقه اثارو وزیر خالد عناني، د دغو اثارو کشف د ډېرو نورو لرغونو اثارو د موندل کېدو پیل وباله.