د افغانستان دفاع وزارت وایي، د کندهار میوند ولسوالۍ کې یې یو ځانمرګی بریدګر هدف ته له رسېدو مخکې په نښه او وژلی دی.
د وزارت مطبوعاتي دفتر وایي، دغه کس غوښتل له چاودېدونکو توکو ډک موټر د ملي اردو د یوه مرکز مخته وچووي چې له مخکې نه پېژندل شوی دی.
دوی وایي، د ملي اردو له ډزو سره سم چاودنه شوې چې چا تهیې مرګژوبله نهده اړولې.
بل لور ته د ارزګان چارواکي وایي، دغلته طالب وسلهوالو خپلمنځي جګړه کړې او اتو کسانو تهیې مرګژوبله اوښتې.
د والي ویاند احمد شاه ساحل وایي، د ځایي طالبانو ترمنځ دغه شخړه پرون د ترینکوټ ښار اړوند محمد نبي خان اډې سیمه کې شوې ده.
هغه زیاته کړه: "د دوو ډلو ترمنځ په ځمکه باندې شخړه وه، دوی فکر کوم دلته د محکمې لپاره راغلي وو، دغه دوه ډلې سره مخ شوې دي، جګړهیې کړې ده، د دوی اتو کسانو ته مرګژوبله اوښتې، خو دا چې څو تنهیې مړه او څو تنهیې ژوبل دي، لا معلومه نهده."
په سیمه کې ځایي اوسېدونکو هم د ازادي راډیو خبریال ته ویلي چې داسې یوه شخړې شوې ده.
د محمد نبي خان اډه د ترینکوټ هغه سیمه ده چې د چارواکو په وینا د طالبانو مرکز پهکې دی او لوړپوړي ولایتي چارواکي یې دلته ناسته ولاړه او غونډې کوي.
طالبانو تر اوسه د دغې خپلمنځۍ جګړې په اړه څه نهدي ویلي.