ظریفه غفاري یو ځل بیا د وسله‌والو له بریده روغه وتلې

د میدان وردګو ښارواله ظریفه غفاري

د میدان ښار ښارواله ظریفه غفاري د وسله‌والو مخالفانو له یوه بریده روغه وتلې ده.

مېرمن غفاري ازادي راډیو ته وویل، برید پرون د کابل ارغندې کوتل سیمه کې هغه مهال پرې وشو چې دا خپلې دندې ته روانه وه.

هغې زیاته کړه: "د ارغندې کوتل ته څېرمه، دلته د ملي اردو یوه پوسته هم ده، د پوستې ۵۰ مترۍ کې طالبانو کمین نیولی و، زموږ موټر یوه مرمۍ د مخې له‌خوا او څو مرمۍ د شا له‌خوا ولګېد، خوشبختانه چې موږ ته هېڅ ډول زیان نه‌دی رسېدلی."

تر اوسه د کابل پولیسو د دغه برید په اړه څه نه‌‌دي ویلي.

له دې وړاندې هم په کابل ښار کې پر ظریفې غفاري برید شوی و چې هغه مهال په‌کې سر سري ټپي شوې وه.