ایراني الاصله فرانسوۍ 'فریبا عادلخوا' خوشې شوه

فریبا عادلخوا

د ایران حکومت ایراني الاصله فرانسوۍ څېړونکې فریبا عادلخوا له یوه کال حبس وروسته په موقت ډول خوشې کړه.

د عادلخوا مدافع وکیل سعید دهقان پرون شنبه پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل چې موکله یې په پښه کې د یوې ( الکترونیکي کړۍ) په اچولو د لنډ وخت لپاره ازاده شوې ده.

فریبا عادلخوا چې د پاریس د سیاسي علومو د مطالعاتو مرکز څیړونکې وه، د تېر کال جون میاشته کې ایران ته د سفر پر مهال د ایران استخباراتي ځواکونو ونیوله.

نوموړې سږکال مې میاشته کې په پنځه کاله بند محکومه شوه.

اوس یې مدافع وکیل ویلي، که قضایي چارواکي دا درک ولري چې رخصتي یو حق دی، نه امتیاز، د کرونا وبا پر مهال باید ټول سیاسي زندانیان خوشې شوي وای.