فعالانو د روسیې په کمچاتکا کې د یوې اکولوژیکي فاجعې خبرداری ورکړ

دا خبرداری وروسته تر دې ورکول کېږي چې دغې ټاپوزمه کې په پراخ ډول د اوبو دننه ژوي مړه شول.

په روسیه کې د چاپېریال ساتنې فعالانو په کمچاتکا سیمه کې د یوې اکولوژیکي فاجعې خبرداری ورکړی دی.

د روسیې د لرې ختیځ چارواکو خلکو ته خبرداری ورکړی چې د کامچاتکا ټاپوزمې سواحلو ته له تګه ډډه وکړي.

دا خبرداری وروسته تر دې ورکول کېږي چې دغې ټاپوزمه کې په پراخ ډول د اوبو دننه ژوي مړه شول.

د ازادي راډیو روسیي څانګې پرون وویل، د سمندري ژویو مړي کم تر کمه دریو سیمو کې د سمندرونو غاړو ته اوبو راوړي دي.

چارواکو ویلي چې د اوبو په معایناتو کې یې له حده زیات نفتي مواد، فنل او نور توکي موندلي دي.

د چاپېریال ساتنې ادارې ویلي، تراوسه د اوبو د ککړتیا کچه نه ده معلومه، خو دا چې د سمندر غاړه کې د بېلابېلو ژویو مړي موندل کیږي، ناوړه چاپیریالي وضعیت ښيي.

د روسیې دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې دا رد کړې چې ګواکې د دوی سمندري ځواکونه دې پېښه کې لاس ولري.