د ننګرهار چارواکي وايي د شینواري ولسوالۍ د مرکز غنيخېلو ښار کې د ولسوالۍ د ودانۍ مخته په موټر بم چاودنه کې ۱۵ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل چې تر چاودنې وروسته وسلهوالو کسانو غوښتل په سیمه کې ځای پر ځای شي، خو د افغان ځواکونو له مقاومت سره مخامخ شول.
ښاغلی خوګیاڼی وايي په وژل شویو کې دوه ماشومان هم شامل دي او دا لومړني ارقام دي ښايي بدل شي.
ښاغلی خوګیانی زياتوي: "لومړني معلومات دا دي چې څه بریدګر هم وو غوښتل یې بریدونه وکړي، خو له نېکه مرغهیې مخه نیول شوې ده. د لومړنیو معلوماتو له مخې برید کوونکي ټول وژل شوي دي."
ښاغلی خوګیاڼی وایي د وژل شویو هویت تر اوسه معلوم نهدی او په وینا یې ټپیان روغتون ته انتقال شوي دي.
په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وایي دا چاودنه په داسې سیمه کې شوې چې یو جومات ورته نږدې وو او د ده په خبره په وژل شویو کې ۱۳ تنه ملکیان شامل دي.
نوموړي دا کار د طالبانو د ډلې بللی، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي او کومې بلې ډلې هم د دې چاودنې مسؤلیت نهدی اخیستی.
تر اوسه د دې برید مسؤلیت چا نهدی منلی.