افغانستان کې د تولیدي فابریکو ۱۵۰۰۰ کارکوونکي وزګاره شوي

ارشيف

د افغانستان د صنعتکارانو ټولنه وايي، چې په کابل، هرات، خوست او پکتیکا کې د تولیدي فابریکو ۱۵۰۰۰ کارکوونکي وزګاره شوي دي.

د دغه ټولنې مشر شېرباز کمین ‌‎زاده نن په یو خبري کنفرانس کې وویل، چې دا کارکوونکي د برېښنا د نشتون له امله او تولیدي کارونو د کمېدو له امله وزګار شوي دي.

ښاغلي کمین زاده وايي، چې پخوا به دوى ۲۴ ساعتونو کې ۴ ساعته د برېښنا وقفه لرله خو اوس ۱۲ ساعته برېښنا نه‌ وي چې اکثره فابریکې له سقوط سره مخ دي.

دی ګواښ کوي، که حکومت د برېښنا د کمښت ستونزه حل نه کړي دوی به خپلې ټولې فابرېکې وتړي.