د پکتیکا د ولایتي شورا يوه غړي خپله خوله تړلې

د پکتيکا د ولايتي شورا غړى افسر خان سليمانخېل

د پکتیکا د ولایتي شورا غړى افسرخان سلیمانخېل وایي، خوله یې ځکه تړلې چې نوموړي ته د ولسمشر غونډې ته د ورتګ اجازه نه ده ورکړل شوې او ټول خلک د ولایتي ادارې لخوا په فرمایشي ډول بلل شوي.

تر اوسه سيمه ييزو چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د پکتیکا ولایت د عمومي وضعیت د ارزولو په موخه یاد ولایت ته سفر وکړ.

په پام کې ده، چې ولسمشر به د دې سفر په ترڅ کې له ملکي او نظامي چارواکو، دیني عالمانو، قومي مشرانو، متنفذینو، ښځو، ځوانانو او د دې ولایت له بېلا بېلو اقشارو سر جلا جلا لیدنې هم ولري.