بیلاروس د هغو کسانو لېست خپور کړی چې دې هېواد ته پر ننوتلو بندیز پرې لګول شوی دی.
دا اعلان وروسته له هغه کېږي چې اروپايي ټولنې په بیلاروس کې د اګست د نهمې په انتخاباتو کې په درغلیو او د اپوزیسیون د فعالانو په ځپلو تورن لسګونه کسان د بندیزونو په فهرست کې شامل کړل.
د بیلاروس د بهرنیو چارو وزارت پرون د اکټوبر په دوهمه نېټه تور ولګاوه چې دې هېواد ته ځکه سزا ورکول کېږي چې د اروپايي ټولنې ضرب الاجل ته یې غاړه نه ده ایښې خو دې وزارت د هغو کسانو نومونه نه دي افشا کړي چې په تور لېست کې یې شامل کړي او ویلي یې دي، دا کار ځکه نه کوي چې منل شوي ډیپلوماتیک اصول اجازه نه ورکوي.
الکساندر لوکاشینکا چې ځان د بېلاروس د ولسمشرۍ د انتخاباتو ګټونکی بولي د اروپايي ټولنې د بندیزونو په لېست کې نه دی شامل خو د ډیپلوماتانو له قوله ویل شوي چې ښايي د ده نوم وروسته په لېست کې ورزیات شي.
د امریکا د خزانې وزارت هم پرون اعلان وکړ چې د کورنیو چارو د وزیر په ګډون یې بیلاروس پر اتو چارواکو بندیزونه لګولي دي.