فوزیه کوفي د نوبل د سولې د کاندیدانو په فهرست کې شامله شوه

فوزیه کوفي

د ناروې د سولې شورا فوزیه کوفي په افغانستان کې د سولې د هڅو په خاطر د نوبل د سولې د کاندیدانو په فهرست کې شامله کړې ده.

دې شورا پر خپله وېب‌پاڼه په یوه خبرپاڼه کې مېرمن کوفي سیاستواله او د ښځو د حقونو، سولې، ډیموکراسۍ او منځلاري اسلام مدافع فعاله بللې ده.

مېرمن کوفي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، خوشحاله ده چې د افغانستان لپاره د یوه نړیوال ویاړ ګټلو ته نومانده شوې ده. هغې زیاته کړه چې که دا جایزه دا وګټي که نه، د دې د نوماندۍ نفس ورته خورا مهم دی.

مېرمن کوفي زیاتوي: "په دې شرایطو کې چې په افغانستان کې د سولې په خبرو کې د ښځو مسئله له مهمو بحثونو ده، د ښځو د مبارزو یادونه او هغو ته درناوی دا مهم پیغام لري چې نړۍ په افغانستان کې د سیاسي، ټولنیز او اقتصادي ګډون په برخه کې له ښځو سره په څنګ کې ده."

د ناروې د سولې شورا له ۲۵ مؤسسو جوړه ټولنه ده چې بنسټ‌یې په ۱۹۴۵ کال کې ایښودل شوی او د سړې جګړې او له هغه وروسته کلونو کې یې په ټوله نړۍ کې د سولې د ټینګښت لپاره هلې ځلې کړي.

دې ټولنې د بې‌سرحده خبریالانو ټولنه، امریکایی وکیل او فعال بنیامین فیرینز، Benjamin Ferencz»» د نوي زیلاند صدراعظمه جسیندا اردین Jacinda Ardern»» او د یو شان عدالت د نوښت «Equal Justice Initiative» په نوم ټولنه هم د ۲۰۲۰ کال د نوبل جایزې ته وړاندیز کړي دي.