اشرف غني د ټرمپ او د هغه د مېرمنې په کرونا ویروس اخته کېدو خپګان ښودلی

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، په کرونا ویروس د ډونالد ټرمپ او د هغه د مېرمنې په اخته کېدو خفه دی او په دې اړه‌یې اندېښنه څرګنده کړې.

ولسمشرۍ ماڼۍ د ښاغلي غني دغه پيغام پر ټویټر خپور کړی، نوموړي ویلي، د دغو دواړو د روغتیا لپاره دعا کوي.

د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم د ښاغلي ټرمپ د ژر رغېدو هیله کړې ده.

ډونالد ټرمپ نن پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل چې د ده او لومړۍ مېرمن ملانیا ټرمپ د کرونا ازمېښتونه مثبت شوي او قرنطین‌یې پيل کړی دی.