په افغانستان کې د ناټو عمومي قوماندان سکاټ مېلر وایي، دوحه کې د سولې د هڅو له دوام سره سره وسلهوال مخالفان لا هم د جګړې پر دوام ټینګار کوي.
مېلر دا څرګندونې پرون بلخ ولایت ته د سفر پر مهال وکړې، هغه سفر کې چې د افغانستان لوی درستیز یاسین ضیا هم ورسره و.
دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې د جنرال مېلر له قوله لیکلي "که څه هم افغان ځواکونه دفاعي حالت کې دي، خو بریاوې لري".
څو شمالي ولایتونو ته د دغه سفر هدف د امنیتي وضعیت ارزول ښودل شوي دي.
له دې وړاندې بیا طالبانو ادعا کړې وه چې د دوی جګړه دفاعي بڼه لري او د افغان ځواکونو عملیاتو ته غبرګون دی.