لوی درستیز او جنرال سکاټ مېلر د شمالي ولایتونو وضعیت ارزوي

لوی درستیز یاسین ضیا او جنرال سکاټ مېلر فاریاب ته د رسېدو پر مهال

د افغانستان لوی درستیز او د غوڅ ملاتړ مأموریت عمومي قوماندان د افغانستان د شمالي ولایتونو د وضعیت د ارزولو لپاره پرون فاریاب ته لاړل.

ستر جنرال محمد یاسین ضیا او جنرال سکاټ مېلر په فاریاب کې د شمالي ولایتونو پر امینتي وضعیت د غور ترڅنګ پر نویو امنیتي پلانونو خبرې وکړې.

لوی درستیز ستر جنرال ضیا وویل، سره له دې چې په دوحه کې د سولې لپاره هلې ځلې روانې دي، خو طالبان لا هم په افغانستان کې تاوتریخوالو ته دوام ورکوي.

د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت قوماندان جنرال مېلر وویل، که څه هم افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په دفاعي حالت کې دي، خو لا ښې او ډېرې بریاوې لري.