هند وايي، د دوو کشمیرونو د پولې په اوږدو کې د پاکستاني پوځیانو په ډزو لږترلږه ۳ هندي پوځیان وژل شوي او ۵ نور ژوبل دي.
د هند د پوځ ویاند ډګروال راجیش کلیا وویل، ۶ پوځیانو تهیې پرون (پنجشنبه) هغه مهال مرګژوبله واوښته چې پاکستاني پوځیانو د کوپواړې سیمې ته نږدې پر شمال ختیځ نوګرام سیمه د هاوان او نورو وسلو ګولۍ وویشتې.
ده همداراز وویل چې دوو نورو پوځیانو تهیې د چهارشنبې په شپه په پونچ سیمه کې مرګژوبله اوښتې ده.
په همدې حال کې پاکستان پرون په اسلاماباد کې د هند یو ډیپلومات د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ او د اوربند د سرغړونې په خاطر یې خپل اعتراض ورته څرګند کړ.