لویې څارنوالۍ د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي تر ۲،۰۰۰ زیاتې قضیې ثبت کړي

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي

د افغانستان لویه څارنوالي وايي، په وروستیو ۶ میاشتو کې یې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي تر ۲ زره زیاتې قضیې ثبت کړې دي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي پرون (پنجشنبه) په دې اړه په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل: "په ۲۰۸۸ قضیو کې جنسي تېري، د ښځو ټکول، د ښځو ځورول، د واده له حقه محرومول او په بدو کې ورکول شامل دي."

ښاغلي رسولي دا هم وویل چې د تاوتریخوالي د مخنیوي څارنوالۍ دا ټولې قضیې څېړلې دي.

د ده په وینا، د دغو قضیو اکثره عاملان نیول شوي او قانوني چلند ورسره شوی دی.