ارمنستان د ډله‌ییز امنیتي تړون له سازمانه د افغانستان ایستل غوښتي

ارشیف، د ارمنستان پارلمان

ارمنستان د ډله‌ییز امنیتي تړون له سازمانه د افغانستان د ایستلو غوښتنه وکړه.

د ارمنستان د پارلمان رئيس ارارات میرزویان پرون (پنجشنبه) دا غوښتنه وروسته له دې وکړه چې د افغانستان دولت د نګورنو قره‌باغ په لانجه کې د اذربایجان ملاتړ وکړ.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د میزان په اوومه په نګورنو قره‌باغ کې پر جګړې اندېښنه څرګنده کړې وه او د دې سیمې د غضب د پای ته رسېدا غوښتنه‌یې کړې وه.

د ارمنستان د پارلمان ملي جرګې د ډله‌ییز امنیتي تړون له سازمانه رسماً غوښتنه کړې چې د اذربایجان د ملاتړ د څرګندولو په خاطر دې افغانستان له دې تړونه وایستل شي.

افغانستان د دې تړون څارونکی دی.