غني: د هلمند برېښنا بند او نهر سراج کانال ته دې لومړیتوب ورکول شي

محمد اشرف غني

ولسمشر اشرف غني چارواکو ته دنده سپارلې چې د هلمند ولایت د موسی کلا د برېښنا بند او د نهر سراج کانال ته لومړیتوب ورکړي.

د افغانستان جمهوري ریاست په یوه خبرپاڼه کې چې نن خپره شوه وايي چې دا پرېکړه د اقتصاد عالي شورا په غونډه کې شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر د مالیې وزارت ته دنده سپارلې چې د راتلونکي کال په بودجه کې دې دوو پروژو ته لومړیتوب ورکړي.

د خبرپانې له مخې ولسمشر غني د اوبو د چارو د تنظیم اداره مؤظفه کړه چې د موسی کلا د برېښنا بند او د نهر سراج د کانال په اړه څېړنې وکړي او د مالیې وزارت ته‌یې هدایت ورکړ چې له دې ادارې سره چارې همغږې وکړي.