د اروپايي ټولنې مشران د بلاروس او ختیځې مدیترانې پر ستونزو بحث کوي

ارشیف، د اروپايي ټولنې مشران

د اروپايي ټولنې مشران په بروکسل کې راټول شوي څو د بلاروس د کړکېچ او د ختیځې مدیترانې په ګډون د ځینو کورنیو ستونزو په اړه بحث وکړي.

دې لانجو د اروپايي ټولنې په غړو هېوادونو کې د کرونا وبا پر ضد د مبارزې او په ختیځه مدیترانه کې د انرژۍ د زېرمو پر سر له ترکیې سره د اروپايي ټولنې د غړو یونان او قبرس د شخړې د حل هڅې له خنډ سره مخامخ کړې دي.

د دې دوه ورځنۍ سرمشریزې د لومړۍ شپې خبرې به د مدیترانې سمندرګي په ختیځ کې له ترکیې سره د یونان او قبرس پر لانجې متمرکزې وي.

ترکیې په جولای میاشت کې دې سیمې ته د پلټنو لپاره خپلې کښتۍ واستولې چې پوځي کښتیو بدرګه کولې. یونان هم د ځوابي اقدام په توګه د فرانسې په مرسته سیمې ته خپل سمندري ځواکونه واستول.

د اروپايي ټولنې غړي باید قبرس ته هم قناعت ورکړي چې وايي که پر ترکیې بندیزونه ونه‌لګول شي، نو په بلاروس کې د سیاسي بحران له کبله د بندیزونو طرحه به رد کړي.