پوتین او مکرون د اذربایجان او ارمنستان د جګړې د بندېدو غوښتنه وکړه

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون د نګورنو قره‌باغ شااوخوا د اذربایجان او ارمني ټبره ځواکونو ترمنځ د جګړې د بندېدو غوښتنه وکړه.

کرملېن نن وویل چې دواړو مشرانو د ټیلیفون له لارې د نګورنو قره‌باغ د لانجمنې سیمې پر سر د شخړو د ډیپلوماتیک هواري پر لارو چارو خبرې وکړې.

دا په څو کلونو کې تر ټولو سختې نښتې دي چې د دې سیمې پر سر له څلورو ورځو راهیسې پیل شوي دي.

دواړو مشرانو ویلي، چمتو دي چې د دغو جګړو د بندولو او د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان له‌خوا د مېنسک په نوم ډلې چې مشري یې په ګډه روسیه، فرانسه او متحده ایالات کوي، له‌خوا د خبرو د بېرته پیلولو په ملاتړ اعلامیه خپره کړي.

د اذربایجان او ارمني ټبره ځواکونو ویلي چې جګړو ته به دوام ورکړي چې دا د یوې احتمالي بشپړې جګړې د پېښېدو او سیمې د کړکېچ د پراخېدو په اړه اندېښنې زیاتوي.

دواړو لورو له راز راز وسلو څخه پر یو بل بریدونه کوي.