عراق کې پر امریکایي پوځیانو توغندي ویشتل شوي

ارشیف

په عراق کې هغه وسله‌وال چې ایران‌یې ملاتړ کوي د کردستان په اربیل ښار کې پر امریکایي پوځیانو توغندي ویشتي دي.

دا خبره د عراق د کردستان په نیمه خپلواکه سیمه کې د ترورېزم ضد ادارې وکړه.

دې ادارې په خپله خبرپاڼه کې چې پرون‌یې خپره کړه ویلي دي چې په نینوا ولایت کې د شېخ امیر د کلي له لوري شپږ توغندي د اربیل پر هوایي ډګر توغول شوي دي.

په دې ځای کې امریکایي ځواکونه دېره دي.

د دغو توغندیو څلور د هوایي ډګر په غولي کې چاودېدلي دي او دوه‌یې نه‌دي منفجر شوي.