هلمند کې پر افغان ځواکونو موټر بم برید شوی

افغان امینتي ځواکونه

د هلمند په نهر سراج ولسوالۍ کې د وزیرو د مانده په سیمه کې پر افغان ځواکونو د موټر بم برید شوی دی.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک ازادي راډیو ته وویل: "د لومړنیو معلوماتو له مخې دا مازدا موټر بم دی. په سیمه کې یې پوسته تخریب کړې ده، نور د تلفاتو په اړه دقیق جزئیات تر اوسه نه‌شته."

دا برید تېره شپه د نهو بجو خوا ته وشو. د پولیسو یوې سرچینې چې د خبرو اجازه‌یې نه‌لرله ازادي راډیو ته وویل چې دې چاودنې ۱۵ تنه وژلي دي.