ناټو په افغانستان کې د تاوتریخوالو دوام ته غبرګون وښود

کابل کې کاسټر موټر چې د ماین چاودنې پېښه کې ویجاړ شوی؛ ارشیف

د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازی وایي، هره میاشت د دې هېواد ډېری خلکو ته د امنیتي پېښو له امله مرګ ژوبله اوړي.

سټیفانو پونته کوروو نن پر ټویټر ولیکل چې ناټو د ملګرو ملتونو د سازمان ترڅنګ په امنیتي پېښو کې په لاس د جوړو شویو چاودېدونکو توکو کارول په سختو ټکو غندي.

د هغه په وینا ټول افغانان اړتیا لري چې د سولې ګټې احساس کړي او په لیدلوري یې باور ولري.

په قطر کې د افغانستان د دولت او طالبانو د استازو ترمنځ د مذاکراتو په دوام لا هم په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه نه ده کمه شوې.

تر دې وړاندې په کابل کې د ملګرو ملتونو د سازمان دفتر یا یوناما په افغانستان کې د ماینونو ایښودل غندلي او هغه یې غیرقانوني کار بللی و.

د ملګرو ملتونو د سازمان د شمېرو له مخې یوازې په اګسټ میاشت کې څه باندې ۱۰۰ ملکي وګړو ته په افغانستان کې د ماین د چاودنو له کبله مرګ ژوبله اوښتې.

یوازې پرون د دایکندي چارواکو تایید کړه چې په دې ولایت کې ۱۴ کسان د ماین په چاودنه کې ووژل شول.