عبدالله عبدالله: له پاکستانه ښه پیغام سره ځم

د عکس ښي لور ته د پاکستان صدراعظم عمران خان او چپ لور ته د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله

د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر وایي، له ښه پیغام سره به افغانستان ته بېرته ولاړ شي.

عبدالله عبدالله نن په اسلام آباد کې د آزادي راډیو له خبريال سره په مرکې کې ویلي چې د پاکستان سفر یې لاسته راوړنې لري.

هغه وویل: "زه ډېر هیله من یم، ښه سفر وو، خوښ یم، هغه بحثونه چې موږ له چارواکو، خلکو او بنسټونو سره درلودل، انشالله چې زمونږ پر اړیکو به ښه اغېز وکړي."

تر دې وړاندې عبدالله عبدالله د پاکستان له ولسمشر عارف علوي سره د لیدو پر مهال سوله د افغانستان د خلکو او حکومت لومړیتوب بللی وو.

ښاغلي علوي ویلي چې پاکستان د افغانستان د سولې هڅو هر اړخیز ملاتړ کوي.

ټاکل شوې ښاغلی عبدالله پاکستان ته د خپل سفر په درېیمه او وروستۍ ورځ د هغه هېواد له دینې عالمانو سره هم وګوري.

نوموړي تر دې دمخه د پاکستان له صدراعظم عمران خان، لوی درستیز قمر جاوېد باجوه او د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره لیدلي دي.