یوه امریکایي تحلیلګر جانتن هېلمن په خپل نوي چاپ شوي کتاب کې د چین له لویې پروژې (یو کمرند او یوې لارې) پرده پورته کړې.
دا کتاب ( د امپراطور نوې لار، چین او د پېړۍ پروژه) نومېږي چې د سپټمبر په ۲۹مه چاپ شو.
د امپراطور نوې لار، چین او د پېړۍ پروژه په نوم کتاب کې ډېر تمرکز د چین د بهرني سیاست په نوښت شوی دی.
دې کتاب کې د چینایي چارواکو د مرکو، تحلیل او څیړنې له مخې دا کیسه کېږي چې ایا چین د یو کمربند-یوې لارې په پروژې سره خپل نړیوال هدف ته رسېږي که نه؟
دا هغه پروژه ده چې چین ۲۰۱۳ کال کې مطرح کړه او له مخې یې غواړي د ورېښمو پخوانۍ لاره بېرته را ژوندۍ کړي، هغه لاره چې د سمندر او ځمکې له لارې درې وچې اسیا، اروپا او افریقا سره نښلوي.
دا پروژه د چین د بهرني سیاست یوه مهمه برخه ده او د پېړۍ پروژه یې بولي.
د کتاب لیکوال جانتن هیلمن په واشنګټن کې د ستراتیژیکو او نړیوالو مطالعاتو د یوې څيړنېزې څانګې یا تینک تنک تحلیلګر دی او د اسیا د بیا نښلولو پروژې د مدیر په توګه کار کوي.
هیلمن له ازادي راډیو سره مرکه کې ویلي، د چین ځینې فعالیتونه د خبرداري او اندېښنې دي.
ده ویلي، دغه هېواد د (یو کمربند او یوې لارې) لویې پروژې د همغږۍ لپاره مدیریتي جوړښت نه لري.
هیلمن په خپل کتاب کې لیکي، د یو تریلیون ډالرو دا لویه پروژه د یوې لویې ستراتیژۍ پر ځای تر ډېره د ټکنیو او نا همغږو نوښتونو یوه ټولګه ده.
کتاب کې راغلي، د دغې پروژې په ځینو چارو کې لا هم ابهامات شته.
چین د دغې پروژې د بشپړولو لپاره په اسیا، افریقا او اروپا کې د بندرونو، رېل پټلېو او برښنا پروژو باندې سلګونه میلیارده ډالر پانګونه کوي.
د هیلمن په کتاب کې راغلي، دغه پروژه وروستیو کلونو کې یو څه له پامه غورځېدلې، ځکه د ځینو پروژو د سوداګریز ارزښت په اړه یې پوښتنې راولاړې شوي او ورسره سم داسې اندېښنې دي چې چین ممکن د یوکمربند-یوې لارې پروژه پر نوور هېوادونو د کنټرول یوه وسیله وګرځوي.
د کتاب لیکوال چین د شاهي نظامونو په کتار کې دروي او وایي، دغو نظامونو له سوداګرۍ نه د جیوپولتیک یا سیاسي جغرافیې د پراختیا په هدف کار اخیست.
په کتاب کې راغلي، له ابهاماتو او کمزوریو سره سره د یوکمربند-یوې لارې پروژه مخته روانه ده.
ده ویلي، د دغې لویې پروژې ځینې وړې برخې د اقتصادي او سوداګریز ارزښت په نسبت ډېر سیاسي ارزښت لري او له چین سره د نورو هېوادونو اړیکې پیاوړي کوي.