عبدالله: د افغان حکومت او خلکو لومړیتوب هېواد کې د سولې راوستل دي

عبدالله عبدالله د پاکستان له ولسمشر عارف علوي سره وکتل

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر د پاکستان له ولسمشر سره د لیدو پر مهال ویلي چې د افغانستان د حکومت او خلکو لومړیتوب په هېواد کې یې د سولې راوستل دي.

عبدالله عبدالله نن تر غرمې دمخه له ولسمشر عارف علوي سره ولیدل.

ښاغلي علوي ویلي چې پاکستان په هر اړخیز ډول د افغانستان د سولې هڅو ملاتړ کوي.

نوموړي زیاته کړه چې هېواد یې په افغانستان کې د جګړې ختمېدل او د ثبات ټینګښت غواړي.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر ویلي، دا مهال د روانو ستونزو څخه د راوتلو یو استثنایي فرصت رامنځته شوی دی، نو هغه سولې ته د افغانستان د رسېدو لپار د سیمې او نړیوالې ټولنې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ټاکل شوې ښاغلی عبدالله پاکستان ته د خپل سفر په درېیمه او وروستۍ ورځ د هغه هېواد له دیني عالمانو سره هم وګوري.

نوموړي تر دې دمخه د پاکستان له صدراعظم عمران خان، لوی درستیز قمر جاوېد باجوه او د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره لیدلي دي.