د ملګرو ملتونو امنیت شورا د نګورنو قره‌باغ د جګړې د درېدو غوښتنه وکړه

د ملګرو ملتونه امنیت شورا

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د نګورنو قره‌باغ د جګړې د سمدستي درېدو غوښتنه وکړه.

امنیت شورا بېګا د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ د نګورنو قره‌باغ په لانجمنه سیمه باندې د تازه جګړې په اړه غونډه درلوده.

د دې شورا غړو د جګړې د سمدستي درېدو غږ وکړ او هم‌یې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له هغه دریځه ملاتړ وکړ چې ښکېلې خواوې باید له تاوتریخوالي لاس په سر شي او مؤثرو خبرو ته وګرځي.

ارمنستان د نګورنو قره‌باغ په جګړه کې ترکیه هم د اذربایجان په ملاتړ تورنه کړې او پرون‌یې ادعا کړې چې د ترکیې یوه جټ الوتکه‌یې نسکوره کړې ده.

ترکیې دا ادعا رد کړه.

دواړو خواو ته تر پرونه چې د جګړې درېیمه ورځ وه د ډېرو تلفاتو د اوښتو خبره شوې ده.