ټرمپ او جوبایډن ترمنځ مناظره کې دواړو یو بل وننګول

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او ډیموکرات کاندید جوبایډن ترمنځ لومړنۍ ټلوېزیوني مناظره

د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشرۍ ټاکنو د کاندیدانو ډونالد ټرمپ او جوبایډن ترمنځ لومړنۍ ټلوېزیوني مناظره وشوه.

دا مناظره د اوهایو ایالت په کلویلند کې د فاکس نیوز د نطاق کریس والاس په کوربه‌توب وشوه چې له اول سره کاندیدانو په یو بل لفظي ګوزارونه کول.

جوبایډن ټرمپ یو مسخره او د پوتین لاسپوڅی وباله او په یوه برخه کې یې هغه ته وویل چې غلی کېږې (خوله بندوې) که نه؟

ټرمپ هم په ځواب کې بایډن ته کیڼ اړخی افراطي ووایه او څو واره‌یې هغه له افراطیانو سره تړلی وباله.

په دې مناظره کې د امریکا متحده ایالاتو په اکثرو کورنیو مسئلو د کرونا له مدیریت، اقتصادي کمزوریو، توکم‌پالنې او د قانون د حاکمیت په مسئلو بحث وشو.

د کرونا ویروس د مدیریت په برخه کې د ټرمپ په ادارې باندې د جوبایډن له‌خوا د کم‌کارۍ نیوکې وشوې او ویې‌ویل چې دوه لکه کسان مړه شول، خو ټرمپ وویل چې که دا د جوبایډن اداره وی ښايي دوه میلیونه امریکایان به مړه شوي و.

د توکم‌پالنې په لانجمنه موضوع هم دواړو کاندیدانو په یو بل نیوکې وکړې.

د قانون د حاکمیت په برخه کې چې جوبایډن د ډیموکراتانو مخکينۍ اداره بریالۍ بلله د ټرمپ له نیوکو سره مخ شو او ويې‌ویل په اکثرو هغو ښارونو کې پېښې شوي چې والیان او ښاروالان‌یې ډیموکراتان دي.