نن عبدالله د پاکستان د دیني عالمانو د شورا له غړو سره ګوري

د ملي مصالحې عالې شورا مشر عبدالله عبدالله

تمه ده چې د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله نن د پاکستان د دیني عالمانو د شورا له غړو سره وګوري.

تر دې مخکې د مولانا فضل‌الرحمن په ګډون یو شمېر پاکستانیو دیني عالمانو په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو په وړاندې جهاد روا بللی و.

د ملي مصالحې عالي شورا جګپوړي سلاکار او د رسنیو د دفتر مشر مجیب‌الرحمن رحیمي تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې ښاغلی عبدالله به د پاکستان دیني عالمانو ته واضح پیغام ورکړي.

هغه زیاته کړه: "دیني عالمانو ته به زموږ پیغام هماغه پیغام وي چې ټولو ته مو درلوده او غوښتنه به مو له هغوی دا وي چې افغانستان یو اسلامي هېواد دی. په راتلونکي کې راشئ زموږ له عالمانو سره کېنئ او هڅه وکړئ چې هغه دیني مشروعیت چې طالبان یا ترهګر یې ادعا کوي، تر پوښتنې لاندې راولئ نه د افغانستان د دولت او د دې هېواد د خلکو مشروعیت."

تمه ده چې ښاغلی عبدالله به نن د پاکستان له ولسمشر عارف علوي سره هم وګوري.

ښاغلی عبدالله چې د یوه پلاوي په مشرۍ د دوشنبې په ورځ پاکستان ته تللی، نن به دغه سفر پای ته ورسوي.

د نوموړي د دغه درې ورځني سفر هدف د افغانستان د سولې پروسې لپاره د پاکستان د ملاتړ جلبول دي.