عبدالله عبدالله: هیله لرم د قطر مذاکرات پایله ورکړي

عبدالله عبدالله د پاکستان د مشرانو جرګې رئیس صادق سنجنراني سره د لیدنې پرمهال

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر د پاکستان مشرانو جرګې له مشر سره په کتنه کې وویل، تمه لري چې په قطر کې روانې مذاکرې یوه پایله ورکړي او په افغانستان کې روانه جګړه پای ته ورسېږي.

عبدالله عبدالله چې پرون په درې ورځني سفر پاکستان ته لاړ نن له صدراعظم عمران خان او د مشرانو جرګې له مشر صادق سنجنراني سره وکتل.

ښاغلي عبدالله تر دې مخکې په اسلام اباد کې د پاکستان د سټراټېژیکو مطالعاتو مرکز ته په وینا کې وویل: "موږ په خپل هېواد کې د تروریزم موجودیت نه غواړو، نورو اشخاصو ته هم اجازه نه ورکوو چې له دې خاورې نورو هېوادونو ته ګواښ پېښ کړي، اوسنۍ مذاکرې تر ټولو غوره هیله ده، چې له زغم څخه په استفاده د جګړې د ختمېدو سبب شي."

د ملي مصالحې عالي شورا مشر دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا څو میاشتې مخکې په یوه راپور کې وویل، تر ۶۰۰۰ زیات پاکستاني جنګیالي او په القاعده پورې تړلي څوسوه وسله وال په افغانستان کې فعال دي.