ټرمپ او جوبایډن نن په یوه مناظره کې ګډون کوي

ولسمشر ډونالد ټرمپ او د ډیموکرات ګوند کاندید جوبایډن

په پام کې ده چې د امریکا له انتخاباتو پنځه اوونۍ مخکې د ولسمشرۍ دوه کاندیدان جمهوري غوښتونکی ولسمشر ډونالد ټرمپ او د ډیموکرات ګوند کاندید جوبایډن نن د سپټمبر په ۲۹مه په یوه مناظره کې ګډون وکړي.

دا مناظره داسې مهال جوړېږي چې نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه تحقیقاتي راپور کې د ولسمشر ټرمپ د مالیو له سوابقو پرده پورته کړې او تمه ده چې د دې یو نیم ساعته مناظرې بحثونه هم تر ډېره پر همدې موضوع متمرکز وي.

په راپور کې ویل شوي چې ټرمپ په تېرو ۱۷ کلونو کې یا هېڅ مالیه نه‌ده ورکړې او که‌یې ورکړې هم ډېره کمه وه.

ښاغلي ټرمپ د نیویارک ټایمز راپور جعلي خبر بللی او پرون‌یې پر ټویټر ولیکل چې ده څو میلیونه ډالر مالیه ورکړې، خو زیاتوي چې دی هم د نورو وګړو په څېر د مالیې د کرېډېټ او تخفیف مستحق دی.

پر دې سربېره بایډن په پام کې لري چې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د ولسمشر ټرمپ پر پلانونو او نورو پالېسیو هم انتقادونه وکړي.