'د افغانستان-خېبر پښتونخوا ټولې لارې به د اوونۍ څلور ورځې پرانیستل شي'

ارشیف

پاکستاني چارواکو اعلان کړی چې په خېبر پښتونخوا کې به له افغانستان سره ټولې لارې د اوونۍ څلور ورځې پرانیزي.

د پاکستان د کورنيو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ (د سپټمبر په ۲۸مه) ويلي چې د شنبې، سې شنبې، چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو به دا لارې د پلي تګ راتګ لپاره پرانیستې وي.

ازادي راډيو ته په رسېدلي دغه بيان کې ويل شوي چې د تورخم لار به يوازې د هغو افغانانو لپاره پرانیستې وي چې پاسپورټ او ویزه ولري.

دا نه‌دي ويل شوي چې دا لارې به څه وخت خلاصې شي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ خلک د تورخم ترڅنګ د غلام خان، انګور اډې، خرلاڅو او مومندو پر لارو تګ راتګ کوي.

دا پرېکړه وروسته له هغه شوې چې څو موده مخکې پاکستان د کرونا ویروس د مخنیوي په هدف له افغانستان سره لارې تړلې وې.