ټاکل شوې ده د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون د بلاروس رژيم د مخالفانو له مشرې سویتلانا تيخانوفسکایا سره په لتوانیا کې وویني.
تيخانوفسکایا ادعا کوي چې دې په بلاروس کې د اګسټ د نهمې ولسمشریز انتخابات ګټلي او له ډېرې مودې واکمن الکساندر لوکاشینکا تهیې ماتې ورکړې.
دا وروسته له هغه لتوانیا ته لاړه چې لوکاشینکا د لاریون کوونکو ځپنه پیل کړه. دی دا خبره ردوي چې انتخاباتیې بایللي دي.
لوکاشینکا په پټه د سپټمبر په ۲۳مه نېټه د لوړې مراسم ترسره کړل او په نتيجه کې يې پر کور او پر نړیواله کچه غصه راوپاروله.
لوېدیځ هېوادونه لوکاشینکا د بلاروس د مشروع ولسمشر په توګه په رسمیت نهپېژني او له دهیې غوښتي چې په سولهییزه توګه واک انتقال کړي.
له ۵۱ ورځو راهيسې لاریون کوونکي د بلاروس لارو کوڅو ته راوځي او له لوکاشینکا غواړي چې له واکه لیرې شي.
تيخانوفسکایا د خپل سړي پر ځای د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې کاندیده شوه، ځکه هغه پولیسو تر انتخاباتو مخکې نیولی وو.
دې ویلي چې د واک ترلاسه کولو وروسته به نوي انتخابات وکړي.