که د عراق حکومت د امریکا سفارت امنیت ټینګ نهکړي، د ولسمشر ډونالد ټرمپ اداره ښايي په عراق کې امریکايي سفارت وتړي.
د امریکايي خبري اژانسونو د راپور پر اساس، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د عراق له صدراعظم مصطفی الکاظمي سره د شنبې په ورځ په ټیلیفوني خبرو کې دا موضوع مطرح کړې ده.
امریکا په دې اړه رسمي اعلان نهدی کړی.
امریکا د ایران پر ملاتړ لرونکو ملېشو تور پورې کړی چې په عراق کې د امریکا پر سفارت راکټي حملې کوي او له کاظمي يې غوښتي چې د هغوی مخه ونیسي.
د امریکا په مشرۍ نظامي ائتلاف له بغداده په عراق او سوریه کې د داعش سخت دریځې ډلې پر وړاندې له ۲۰۱۴م کال راهیسې جګړه کوي.
وروسته له هغه چې امریکا په عراق کې د ملېشه ځواکونو پر مرکز هوايي حملې وکړې، د ایران په ملاتړ لاریون کوونکي د ۲۰۲۰ د نوي کال په ورځ په بغداد کې د امریکا سفارت ته ننوتل.
امریکا د عراق پر امنیتي ځواکونو تور پورې کړ چې لاریون کوونکو تهیې تر امنیتي چک پوستو د تېرېدو اجازه ورکړې وه.