د ادبیاتو د نوبل جایزې ګټونکې سوتلانا الکسېیویچ د ځان د خوندي کولو لپاره بیلاروس پرېښود او جرمني ته ولاړه.
دا خبره د جرمني خبري اژانس راپور کړې ده.
په بیلاروس کې له څو اوونیو د رژیم ضد مظاهرې روانې دي او حکومت هر وار سلګونه مظاهره چیان نیسي.
مظاهره چیان له واکه د الکساندر لوکاشینکا لرې کېدل غواړي.
سوتلانا الکسېیویچ چې د ۲۰۱۵ کال د نوبل جایزه ګټلې وه د لوکاشینکو سرسخته مخالفه ده.
۷۲ کلنې بیلاروسۍ لیکوالې او ژورنالیستې سوتلانا الکسېیویچ د خپل ژورنالیستیک مهارت په وسیله د هغو لویو تراژیدیو په اړه لیکنې کړي چې په شلمه پېړۍ کې په بیلاروس کې پېښې شوې دي.