عبدالله عبدالله اسلام‌اباد ته ولاړ

ډاکتر عبدالله عبدالله

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله په درې ورځني سفر اسلام‌اباد ته ولاړ.

په دغه سفر کې د پاکستان په چارو کې د افغان ولسمشر ځانګړی استازی محمد عمر داوودزی او یو شمېر نور افغان چارواکي د ښاغلي عبدالله ملګرتیا کوي.

داوودزي له سفره مخکې د حامد کرزي هوايي ډګر کې ازادي راډیو ته وویل چې د سفر مثبتو پایلو ته هیله‌من دی.

هغه زیاته کړه: "د پخوا په نسبت وضعیت بدل شوی دی، د لومړي ځل لپاره د افغانستان د جګړې دوه اړخونه چې افغانان دي، دوحه کې مخامخ خبرو ته ناست دي، پاکستان هم هر ډول لازمې اشارې او علامې څرګندوي او د سولې بهیر کې همکارۍ ته جدي دی."

ټاکل شوې ښاغلی عبدالله دې سفر کې د پاکستان له صدراعظم، ولسمشر، بهرنیو چارو وزیر او یو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو سره وګوري.