بلاروس کې پولیسو پر مظاهره‌چیانو اوښکې بهوونکی ګاز کارولی

بلاروس کې مظاهره‌چیان او پولیس

په بلاروس کې پرون ګڼ خلک د مظاهرو پر مهال نیول شوي او پولیسو د مظاهره چیانو د خورولو لپاره له اوښکې بهوونکي ګازه کار اخیستی.

خلک د الکساندر لوکاشینکا پر ضد پاڅېدلي او غواړي چې دی له واکه لیرې شي.

امنیتي ځواکونو چې د بلوا ضد یونیفورم‌یې په تن و په ګومیل ښار کې په خلکو اوښکې بهوونکي ګاز کاراوه او هوايي ډزې یې کولې.

په مېنسک کې د مظاهره‌چیانو شمېر یو لک تنه اټکل شوی. د کورنیو چارو وزارت ویلي چې په ټول هېواد کې یې یکشنبه ۲۰۰ کسان نیولي دي.

په بلاروس کې خلک وروسته له هغه پاڅېدل چې د انتخاباتو کمېسیون الکساندر لوکاشینکا د اګسټ نهمې ولسمشرۍ ټاکنو بریالی اعلان کړ.

لوکاشینکا له ۲۶ کلونو په بلاروس واک چلوي او وايي چې استعفا نه‌ورکوي.