د سپټمبر ۲۸مه، اطلاعاتو ته د لاسرسي نړیواله ورځ ده.
د دې ورځې بنسټ ملګرو ملتونو څلور کاله وړاندې کېښود او هدفیې اطلاعاتو ته د لاسرسي له حقه ملاتړ او د مسؤلو ادارو هڅونه ده.
افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې د رسنیو د مسؤلینو او خبریالانو په خبره اطلاعاتو ته پهکې لاسرسی ستونزمن دی.
د پژواک خبري اژانس مشر دانش کړوخېل ازادي راډیو ته وویل: "د حکومت ډېری ادارې هغه معلومات چې اغېزمن وي له رسنیو سره نهشریکوي، زه په جریان کې یم چې د ډېریو رسنیو تحقیقي راپورونه چې د خلکو په ژوند مثبت اغېز لري هغه د اسنادو او اطلاعاتو ته د نهلاسرسي له امله نیمګړي پاتې دي."
له دې ټولو انتقادونو سره سره افغان حکومت هوډ ښودلی چې اطلاعات په وخت رسوي.
افغان حکومت اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون جوړ کړی چې د محتوا له پلوه ډېر ستایل شوی، خو په عملي برخهیې انتقادونه کېږي.