عبدالله عبدالله سبا په درې ورځني سفر پاکستان ته ځي

د افغانستان د مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله

د افغانستان د مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله سبا په درې ورځني سفر پاکستان ته ځي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، د مصالحې عالي شورا لوړپوړي غړي دغه سفر کې د ښاغلي عبدالله ملګرتیا کوي.

نوموړی به دې سفر کې د پاکستان له صدر اعظم، ولسمشر، د سنا له رییس ،د ملي اسامبلې له مشر او بهرنیو چارو وزیر سره وګوري.

دا سفر داسې مهال کېږي چې د افغانستان د دولت مرکچیان په دوحه کې له طالبانو سره د سولې خبرو ته ناست دي، هغه خبرې چې په ظاهره لانجمنې شوي دي.