اولادزیمېر: لویدیځ هېوادونه د بیلاروس په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي

اولادزیمېر مکي

د بیلاروس د بهرنیو چارو وزیر لویدیځ هېوادونه تورن کړل چې د دوی په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي.

اولادزیمېر مکي ویلي، دغه هېوادونه غواړي بیلاروس کې له ټاکنو وروسته رامنځ ته شوي اړودوړ او اعتراضونو ته لمن ووهي.

نوموړي پرون د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته د ویډیویي پیغام پر مهال وویل: "مونږ داسې هڅې ګورو چې په هېواد کې وضعیت کړکیچنوي."

ټاکل شوې متحده ایالات، اروپایي ټولنه، بریتانیا او کاناډا ژر پر بیلاروس د وروستیو مظاهرو د ځپلو په خاطر بندیزونه ولګوي.

دا مظاهرې د اګسټ د نهمې له انتخاباتو وروسته پيل شوي، هغه ټاکنې چې الکساندر لوکاشینکا یې د شپږم ځل لپاره ولسمشر اعلان کړ.