طالب مرکچي پلاوی: ښځې دې د راتلونکې په اړه هېڅ ډول اندېښنه ونه لري

قطر کې د طالبانو د مرکچي پلاوي غړي

په قطر کې د طالبانو د مرکچي پلاوی یو غړی وایي، د افغانستان ښځې باید د خپلې راتلونکې په اړه هېڅ ډول اندېښنه ونه لري.

طالبانو په خپله واکمنۍ کې ښځې له زده کړو او کارونو منعه کړې وې.

اوس چې له دې ډلې سره د سولې خبرې روانې دي، د د بشري حقونو فعالان په افغانستان کې د ښځو راتلونکې ته اندېښمن دي.

مولوی عبدالسلام حنفي د طالبانو له الاماره ویبپاڼې سره مرکه کې ویلي د طالبانو د واکمنۍ پر مهال هم ښځو روغتونونو کې کار کاوه او د پولیسو لیکو کې یې د تالاشۍ دنده مخته وړه، خو په خبره یې دا چې حالات جنګي وو او دوی سره د اوس په نسبت امکانات کم وو، نورو برخو کې یې حقونه خوندي نه وو.

هغه زیاته کړه: "د افغانستان په اسلامي نظام کې د ټولنې د ټولو اقشارو حقونه خوندي دي، مونږ د افغانستان ټولو ښځو ته ډاډ ورکوو چې انشاالله د دوی ټول حقونه به په اسلامي نظام کې محفوظ وي."

افغان مېرمنې د طالبانو د نظام له ړنګېدو وروسته په تېرو ۱۹ کلونو کې د زده کړو او کار په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لري.

دوی اندېښمنې دي چې د طالبانو سره د روغې جوړې په صورت کې د دوی پر حقونو جوړجاړی ونه شي.

په وروستیو کې د نړۍ یو شمېر پخوانیو او اوسنیو مشرانو او مخکښو نړیوالو څېرو هم په یو پرانیستې لیک کې د سولې په بین الافغاني خبرو کې د ښځو د حقونو پر بشپړ خوندیتوب ټینګار وکړ.